Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې په ۱.۵ میلیونه ډالر طبي کمپلېکس جوړېږي.
۲۱ حمل ۱۴۰۴

خوست کې په ۱.۵ میلیونه ډالر طبي کمپلېکس جوړېږي.



خوست کې د «البدر خیریه بنسټ» له لوري د ۱.۵ ميليون ډالرو په ارزښت د يوه طبي کمپلیکس د جوړېدو چارې پيل شوې.

د خوست والي وياند مستغفر ګربز رسنیو ته وويل چې د البدر خیریه بنسټ چې یو کورنی بنسټ دی، نن پنجشنبه، وري ۲۱مه یې، دغه ولایت کې د يوه طبي کمپلېکس د جوړېدو چارې پيل کړې.

ګربز د ياد خيريه بنسټ د مسوول قاري احمدظاهر وقاص له قوله وويل چې ياد کمپلیکس د ۱.۵ ميليونه ډالرو په لګښت سره په درې نيم جريبه ځمکه جوړېږي او چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

ګربز همداشان د ياد بنسټ د مسوولانو له قوله وويل چې د البدر طبي کمپلیکس به په مختلفو طبي سکتورونو مشتمل او د مسلکي طبي تشکیل څخه به برخمن وي.

په ياد کمپليکس کې به د ماشومانو، زړه، نسایي -ولادي، جراحي، سترګو او نورو برخو متخصصین خدمات وړاندې کوي.

دغه طبي مرکز به ۵۰ بسترونه ولري، خو د اړتیا له مخې به یاد شمېر ۱۰۰ ته لوړ شي او د اوسني وخت د پرمختللې ټکنالوژۍ وسایل او سېستومونه به پکې د ناروغانو درملنې لپاره کارول کېږي، څو ناروغانو ته معیاري خدمات وړاندې شي.

د معلوماتو له مخې، ياد طبي کمپلېکس کې به ناروغانو درملنه د شخصي روغتونو په نسبت په نيم قيمت کېږي.

د مسوولانو په خبره، د ياد طبي کمپلېکس پر جوړېدو سره به د خوست مېشتو هغه روغتیایي ستونزې حل شي چې پخوا یې خلک د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته تلل.

مطالب

خوست کې په ۱.۵ میلیونه ډالر
طبي کمپلېکس جوړېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ