Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عراقچي: له امریکا سره څلورم پړاو مذاکرات جدي او روښانه و.
۲۲ ثور ۱۴۰۴

عراقچي: له امریکا سره څلورم پړاو مذاکرات جدي او روښانه و.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امریکا سره د څلورم پړاو د مذاکراتو له پای ته رسېدو وروسته ویلي چې دا پړاو د تېرو درېیو پړاوونو پرتله جدي او روښانه و. 

سید عباس عراقچي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له کلي مسایلو لرې شوي یو او جزيي مواردو ته دننه شوي یو او له همدې امله مذاکرات سخت شوي دي. 

هغه زیاته کړې چې دواړه لوري د یو بل پر دریځ ښه پوهېږي او پر اختلاف وړ اصلي مسایلو ډېرې خبرې هم شوې او دریځونه نږدې شوي دي. 

عراقچي دغه راز ویلي، چې له امریکا سره په بل پړاو مذاکراتو کې به پر تخنیکي اړخونو خبرې وشي.

مطالب

عراقچي: له امریکا سره
څلورم پړاو مذاکرات جدي او روښانه و

دا خبر نورو سره شریک کړئ