Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عرفات جمال: افغانستان ته د کډوالو روانه ستنېدنه بشري بحران لا زیاتوي.
۲۲ سرطان ۱۴۰۴

عرفات جمال: افغانستان ته د کډوالو روانه ستنېدنه بشري بحران لا زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، چې ممکن سږ کال درې میلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي. 

نوموړي خبرداری ورکړی، چې دا ستنېدنه د افغانستان پر بشري بحران لا ډېر فشار اچوي. عرفات جمال دغه راز د افغان کډوالو د ایستلو شدت د اندېښنې وړ ګڼلی. 

هغه ویلي، سږ کال له پاکستان او ایران څخه له ۱.۶ میلیونه څخه ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي، چې لویه برخه یې له ایران څخه ده.

 د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالې کمېشنرۍ اداره اټکل کوي، چې سږ کال به له دواړو هېوادونو څخه درې میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.

مطالب

عرفات جمال: افغانستان ته
د کډوالو روانه ستنېدنه
بشري بحران لا زیاتوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ