د کابل ۴مه ناحیه کې د سړک جوړولو چارې پیل شوې
کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کابل ښار اړند له پروان سه څخه
تر بادام باغ پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو
په خبره دغه سړک، چې ۵۶۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د جوړېدو چارې
به یې، د پلولارو او لښتیو په ګډون د شل میلیونه افغانیو په لګښت د ۵
میاشتو په موده کې په معیاري او اساسي توګه بشړې شي. د ښاروالۍ مسوولین
وایي، ياده پروژه د دې سيمې د اقتصادي ودې او د کابل ښار د ترافيکي او
ترانسپورټي بنسټونو د پراختيا په موخه طرحه شوې، چې په بشپړېدو سره به يې
ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.