Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د اوکراین او روسیې جګړه کې د شمالي‌کوریا ۶۰۰ سرتیري وژل شوي.
۱۰ ثور ۱۴۰۴

د اوکراین او روسیې جګړه کې د شمالي‌کوریا ۶۰۰ سرتیري وژل شوي.

د سوېلي‌کوریا چارواکي وايي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ په روانه جګړه کې د شمالي‌کوریا شاوخوا ۶۰۰ سرتېري وژل شوي دي.

د سوېلي‌‌کوریا قانون جوړونکو د یاد هېواد د استخباراتي اژانس له قوله اعلان کړی چې د روسیې په ملاتړ او د اوکراین پر ضد د شمالي‌کوریا شاوخوا ۱۵۰۰۰ سرتيري یادې جګړې ته لېږدول شوي دي.

د دوی په وینا، د روسیې په ملاتړ اوکراین سره جګړه کې تر دې مهاله د شمالي‌کوریا ۶۰۰ سرتیري وژل شوي.

یادو چارواکو زیاته کړې، که څه هم د شمالي‌کوریا سرتېرو په دې جګړه کې له خپل ځان ښه وړتیا ښودلې او په پرمختللو پوځي تجهیزاتو سمبال دي، خو بیا هم مرګ‌ژوبله وراوښتې ده.

شمالي‌کوریا تېره اوونۍ د لومړي ځل لپاره ومنله چې له اوکراین څخه د سیمو بېرته نیولو لپاره یې، د روسیې په ملاتړ سرتیري لېږلي دي. شمالي‌کوریا همداراز ل سرتېرو سربېره د روسیې کرسک ته پوځي تجهیزات هم استولي دي.

سوېلي‌کوریا همداراز ادعا کړې چې د روسیې په کرسک د شمالي‌کوریا وژل شوي سرتېري، سوځول شوي دي.

مطالب

د اوکراین او روسیې جګړه کې
د شمالي‌کوریا ۶۰۰
سرتیري وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ