Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عبدالسلام حنفي د یوه پلاوي په مشري چین ته تللی.
۲۷ جوزا ۱۴۰۴

عبدالسلام حنفي د یوه پلاوي په مشري چین ته تللی.



د سرپرست حکومت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د یوه پلاوي په مشري د چین-سوېلي‌اسیا نندارتون کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.

د ریاست‌الوزرا عمومي ریاست نن سه‌شنبه، غبرګولي ۲۷مه پر خپله اېکس‌پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې پلاوي کې د عبدالسلام حنفي سربېره، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وزیر نورالدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین محمدنعیم وردګ هم ګډون لري.

یاد ریاست‌ لیکلي: «ټاکل شوې د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي به د خپل دغه سفر پرمهال د چین-جنوبي اسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون او وینا ترڅنګ د چین ولسي جمهوریت له یوشمېر چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو دپراختیا په اړه بحث اوخبرې وکړي.»

د سرپرست حکومت دغه پلاوی د چین په بلنه هغه هېواد ته تللی دی.

مطالب

عبدالسلام حنفي
د یوه پلاوي په مشري چین ته تللی

دا خبر نورو سره شریک کړئ