هلمند کې ۳۱.۵ ټُنه په وخت تېر خوراکي توکي او درمل سوځول شوي.
هلمند کې چارواکي وايي چې د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو راټول شوي بېکیفیته ۳۱.۵ ټُنه وخت تېري درمل او خوراکي توکي سوځول شوي دي.
دغه خوراکي او تاریخ تېري درمل چې د تېرو درېوو میاشتو پرمهال راټول شوي وو، د عامې روغتیا ریاست او خوړو او درملو د څار او ارزونې امریت او د لښکرګاه ښاروالي له لوري سوځول شوي دي.
د خوړو او درملو د څارنې امریت، امر ډاکتر محمدقاصد،رسنیو ته وویل: «موږ د درېیو میاشتو په موده کې ۱۹۳۳ قلمه تر وخت تېر خوراکي توکي او درمل چې شاوخوا ۲۱ میلیونه افغانۍ ارزښت لري، راټول کړي او لهمنځه یووړل. دا هڅې د دې لپاره دي چې بیکیفیته توکي د خلکو لاس ته ونهرسیږي.»
د چارواکو په وینا، دوی د خوراکي توکو د شرکتونو او درمل پلورنځیو مسوولانو ته په وار وار سپارښتنې کړې چې تر وخت تېر توکي ونهپلوري، خو که څوک سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.
په هلمند کې روغتیایي مسوولان همداراز د خوراکي توکو او درملو د کیفیت د کنټرول لپاره جدي اقدامات کوي او ټینګار کوي چې د بیکیفیته توکو پر وړاندې به قانوني چلند دوام لري.