Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ ۲۱ کسان وژل شوي.
۷ سرطان ۱۴۰۴

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ ۲۱ کسان وژل شوي.

غزه کې چارواکي وايي چې نن شنبه، جون ۲۸مه د اسراییلو د بپریدونو پرمهال شاوخوا ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بریدونه د غزې په بېلابېلو سیمو کې شوي چې وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

روغتیايي چارواکي وايي چې ښايي د وژل شویو شمېر له دې هم لوړ شي.

اسراییلو له تېرو څو اوونیو راهیسې غزه کې تر ډېره هغه فلسطینیان وژلي چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره د مرستو وېش مرکزونو ته ورټول شوي وو.

تېره ورځ هم لسګونه کسان چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره یوه مرکز ته ټول شوي وو، د سراییلو په ډزو کې وژل شوي او ټپیان شوي وو.

له دې سربېره د غزې پر نورو سیمو هم د اسراییلو په بریدونو کې یوشمېر کسان وژل او ټپیانېږي. اسراییلو تر ډېره هغه ښوونځي او ځایونه په نښه کوي چې د جګړې له امله بې‌‌ځایه شوي په‌کې مېشت دي.

مطالب

غزه کې د اسراییلو بریدونه
۲۱ کسان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ