Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

دریو ولایتونو کې په ۱میلیارد افغانۍ د برښنا پروژو چارې پیل شوې.
۹ ثور ۱۴۰۴

دریو ولایتونو کې په ۱میلیارد افغانۍ د برښنا پروژو چارې پیل شوې.



د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته ویلي، په کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د برښنا دغه ۳ لویې پروژې د برښنا په برخه کې ځان بسیاینې ته د رسېدو، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کولو او زېربناوو پياوړتيا پر لور مهم ګامونه دي.

په يادو مراسمو کې مسوولانو د برښنا کورني تولید پر پراختیا، د برېښنا نیمګړو پروژو پر بشپړولو، صنعتي، سوداګریزو او کرنیزو برخو ته د اړتیا وړ برښنا پر رسولو ټينګار کړی.

په یادو پروژو کې د زابل مرکز کلات سب‌سټېشن او د کندهار ختیځ سب‌سټېشن د پاتې چارو بشپړول او همداراز له کجکي برښنا تولیدي فابریکې څخه د کندهار ختیځ سب‌سټېشن پورې د ۱۱۰ کېلوولټ برښنا لېږد مزي غځول شامل دي.

په یادو پروژو نږدې یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي چې سلګونه زره نوي پېرودونکي به له برښنا برخمن او ډېرو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د يادو پروژو په بشپړېدو سره به د کجکي برېښنا تولیدي فابریکې ټوله برېښنا په اساسي ډول جذب او صنعتي، سوداګريزو او کرنیزو سکټورونو ته به د اړتیا وړ برېښنا برابره شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر زیاتوي چې اسلامي امارت په کور دننه له موجودو سرچینود برښنا د تولید په برخه کې جدي هڅې کي چې په همدې موخه یې څه موده وړاندې له خصوصي سکټور سره په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۵۰ میګاواټه په ظرفیت له لمر، باد او ګازو څخه د برېښنا تولید تړونونه لاسلیک کړي دي.

مطالب

دریو ولایتونو کې
په ۱میلیارد افغانۍ
د برښنا پروژو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ