Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تېر کال په کابل کې ۸۳ کیلومتره سړکونه جوړ شوي دي.
۲۹ سرطان ۱۴۰۴

تېر کال په کابل کې ۸۳ کیلومتره سړکونه جوړ شوي دي.

د کابل ښاروالۍ مسوولینو د خپلو يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام کې وویل، چې تېر کال په پلازمېنه کابل کې ټول ټال د ۸۳ کيلومتره په اوږدوالي بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي دي، چې په دې په تېرو ۳ کلونو کې په پلازمېنه کې د جوړ شویو سړکونو اوږدوالی ۳۲۳ کيلو مترو ته ورسېد. 

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي وویل، چې کابل ښاروالۍ په همدې موده کې د ۱۲۰ نویو پروژو تخنیکي اسناد ترتیب کړي او له ۸۰۰ زیات د ودانۍ جوازونه یې صادر کړي دي. 

د بارکزي په وینا، د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره په کابل ښار کې یو زر او ۸۶ ملکیتونه استملاک شوي او شاوخوا یو میلیون د ونو نیالګي هم کېنول شوي دي.

مطالب

تېر کال په کابل کې
۸۳ کیلومتره سړکونه جوړ شوي دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ

تېر کال په کابل کې ۸۳ کیلومتره سړکونه جوړ شوي دي.