د بلخ ولایتي مسوولین وايي، د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې څخه د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د مزار شریف ښار په بېلابېلو ناحیو کې څلور پروژې بشپړې شوې دي.
د مسوولینو په خبره په دغو پروژو کې د دویمې ناحیې کارته مامورین سیمه کې د سړک کانکریټ کول، د ناصر خسرو بلخي سړک پراخول او روښانول، د څلورمې ناحیې باب قمبر سیمه کې سړک جوړول او د نهمې ناحیې خبریالانو چوک سیمه کې د فلزي کټارو جوړول شامل دي.