Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د امر بالمعروف وزارت: تېره یوه میاشت کې ۸۵۰ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده.
۱۲ حوت ۱۴۰۳

د امر بالمعروف وزارت: تېره یوه میاشت کې ۸۵۰ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده.

 د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت مسوولین وایي چې په تېره یوه میاشت کې ۸۵۰ شکایتونو او د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۳۰ قضیو ته رسېدنه شوې او دغه‌ راز په دې موده کې ۱۲ کوډګر هم نیول شوي دي.

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر نن یوې خبرې ناسته کې د دغه وزارت د ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې راپور وړاندې کړ.

هغه وویل: «د روان کال په سلواغې میاشت کې د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۳۰ قضیو ته رسېدنه شوې ده چې له دې ډلې ۹ ښځې د میراث له حقه برخمنې شوې، د ۱۰ ښځو د اجباري نکاح مخه نیول شوې، ۷ ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورل شوې او دوه نورې له کورني بنده ازادې شوې دي.»

د دغه وزارت ویاند زیاته کړه چې په تېره یوه میاشت کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۸ دُښمنیو مخنیوی شوی او د طرفینو ترمنځ سوله شوې ده.

ده وویل چې د یاد وزارت محتسبینو په تېره یوه میاشت کې په ټول هېواد کې د خرافاتو او فساد د مخنیوي په موخه ۱۲ جادوګر نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې معرفي کړي دي.

خیبر وایي چې دغه وزارت په تېره یوه میاشت کې په ټوله کې د خلکو ۱۱۸۵ شکایتونه ثبت کړي چې له ډلې یې ۸۵۰ شکایتونو ته رسېدنه شوې او نور تر څېړنې لاندې دي.

خیبر په دې ناسته کې په افغانستان کې د بشري حقونو د بحران ډېرېدو په اړه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ او په نړۍ کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو د سرغړونو د دوام په اړه د ۱۷ ښځینه وو بهرنیو چارو وزیرانو اعلامیه د افغانستان له عیني حقیقته لرې وبلله.

هغه دېته په اشاره چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د څه باندې ۶ زره اجباري ودونو مخه نیول شوې ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دی.

د امر بالمعروف وزارت ویاند دغه‌راز د روژې مبارکه میاشت کې د احتکار د مخنیوي او قیمت پلورنې په موخه د دغه وزارت هڅو ته په اشاره له سوداګرو او دوکاندارانو غوښتنه وکړه چې له ګران‌پلورنې او هر بل غیرشرعي عمل څخه ډډه وکړي.

مطالب

د امر بالمعروف وزارت
تېره یوه میاشت کې
۸۵۰ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ