Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عبدالباري عمر: تر راتلونکې یوې میاشتې هېوادوالو ته ښه زېری لرم.
۱۱ دلو ۱۴۰۳

عبدالباري عمر: تر راتلونکې یوې میاشتې هېوادوالو ته ښه زېری لرم.



د برښنا شرکت مشر عبدالباري عمر وايي چې د برښنا تولید ډېروالي په موخه له کورنیو سرچینو څخه د برښنا تولید ۱۳ نوې پروژې پرانېستل کېږي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پروژې تر راتلونکې یوې یا دوو میاشتو پورې پرانېستل شي.

نوموړي لیکلي: «د کورنۍ برښنا ډېروالي ته په پام او د سترو پروژو پرانېستل‌کېدل، راتلونکې یوې یا دوو میاشتو کې هېوادوالو ته ښه زېری لرم.»

هېواد کې د برښنا کمښت یا یوشمېر سیمو کې یې، نشتون، هېواد‌والو له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد ۸۰سلنه د اړتیا وړ برښنا له ایران، ترکمنستان، تاجیکستان او اوزبیکستان هېوادونو څخه راواردېږي او یوازې ۳۸سلنه هېوادوال برښنا ته لاسرسی لري.

مطالب

عبدالباري عمر
تر راتلونکې یوې میاشتې
هېوادوالو ته ښه زېری لرم

دا خبر نورو سره شریک کړئ