Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټرمپ: اسراییل غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند هوکړه منلې.
۱۱ سرطان ۱۴۰۴

ټرمپ: اسراییل غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند هوکړه منلې.



د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، اسراييل په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند هوکړې سره موافقه کړې.

د راپورونو پر اساس، ټرمپ تېره ورځ (سه‌شنبه، سرطان ۱۰مه) ویلي، اسراييل غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند هوکړې سره موافقه کړې او له حماس يې غوښتي، مخکې له دې چې شرایط نور هم خراب شي دغه تړون ومني.

ټرمپ ټولنیزو شبکو کې یوه پوسټ کې ویلي چې استازو یې د غزې په اړه اسراییلي چارواکو سره اوږده او مهمه جلسه ترسره کړې.

هغه زیاته کړې چې د قطر او مصر استازي به د اوربند وړاندیزې حماس ته وړاندې کړي.

ده وویل: «هیله‌مند یم چې د منځني ختیځ د خیر لپاره حماس دغه هوکړه ومني، ځکه وضعیت به ښه نه شي، بلکې یوازې به نور هم خراب شي، دغې موضوع ته ستاسو له توجه منندوی یم.»

حماس او اسراییل تر اوسه د اوربند هوکړې په اړه رسمآ څه نه دي ویلي.

خو ټرمپ د اسراییل په حکومت او حماس فشارونه زیات کړي، ترڅو غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کولو تړون منځګړیتوب وکړي او روانه جګړه پایته ورسوي.

د یادونې ده چې ډونالډ ټرمپ د روانې اونۍ د شنبې په ورځ ویلي وو چې ژر به غزه کې اوربند وشي.

غزه کې جګړه هغه مهال پیل شوه چې د حماس وسله‌والو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه پر اسراییل برید وکړ او د شمېرو له مخې، تردامهاله یې یو زر او ۲۰۰ اسراییلیان وژلي او ۲۵۱ نور یرغمل نیولي دي.

د غزې روغتیايي چارواکو هم ویلي، د اسراییل بریدونو کې څه باندې ۵۶ زره فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۱۲۷ زره نور ټپیان دي.

مطالب

ټرمپ: اسراییل غزه کې
د ۶۰ ورځني اوربند هوکړه منلې

دا خبر نورو سره شریک کړئ