Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روسیې په یوه اونۍ کې پر اوکراین تر ۳زرو ډېر بریدونه کړي.
۲۳ سرطان ۱۴۰۴

روسیې په یوه اونۍ کې پر اوکراین تر ۳زرو ډېر بریدونه کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې روسیې له تېرو ۷ ورځو راهیسې پر اوکراین پراخ بریدونه کړي خو دوی ځینې هغه شنډ کړي هم دي.

 زېلېنسکي نن پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې روسیې په تېرو۷ ورځو کې د بې پیلوټه الوتکو ۱۸۰۰ بریدونه کړي، ۱۲۰۰ بمونه یې غورځولي او په ۸۳ توغندیزو بریدونو یې بېلابېل ښارونه په نښه کړي دي. 

نوموړي ويلي، د اوکراین دفاعي ځواکونو د روسیې ځینې بریدونه شنډ کړي او هڅه کیږي چې دفاعي سیسټم لا پسې پیاوړی شي. 

په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر وايي چې د روسیې د پراخو هوايي بریدونو پیل د جګړې د اوږدولو مانا لري او سپارښتنه یې کړې چې د شخړې د پای ته رسولو لپاره باید له ډیپلوماتیکو لارو چارو کار واخېستل شي.

مطالب

روسیې په یوه اونۍ کې
پر اوکراین تر ۳زرو ډېر بریدونه کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ