Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغان او ایراني لوري د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره ناسته کړې.
۲۷ دلو ۱۴۰۳

افغان او ایراني لوري د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره ناسته کړې.

د فراه په شيخ ابو نصر فراهي بندر کې د سوداګريزو ستونزو د حل او د سړک د رغنيزو چارو د چټکتیا لپاره ګډه ناسته شوې ده. په ناسته کې د ایران او افغانستان چارواکو د سړک د رغنيزو چارو د ځنډ د حل لپاره د ګډې کمېټې د جوړېدو پرېکړه کړې. ایراني چارواکو د سړک د رغولو د چټکتیا ډاډ ورکړی. په کابل کې د ایران سفیر ویلي، چې افغانستان ایران ته تر ۵۰ میلیونه ډالرو زیات صادرات لري او هېواد یې له افغانستان سره اوږدمهاله همکاریو ته ژمن دی.

مطالب

افغان او ایراني لوري
د سوداګریزو ستونزو
د حل لپاره ناسته کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ