Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون ته نوي طبي وسایل وسپارل شول.
۲ حوت ۱۴۰۳

د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون ته نوي طبي وسایل وسپارل شول.



د لوړو زده‌کړو وزارت په مالي لګښت د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون ته د ۱۸.۵ ميلیونه افغانیو په ارزښت طبي وسایل ورکړل شوي دي.

په دې وسایلو کې د ولادي‌-نسايي، ماشومانو، جراحي، داخله، سترګو، غوږ، پزي او نورو طبي برخو لپاره نوي وسایل شامل دي چې د زده‌کړیالانو عملي کارونو او ناروغانو درملنې په برخه کې به ترې کار واخیستل شي.

د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون مسوولان وایي چې په دې وسایلو سره به یې، روغتون لانور هم مجهز او ډېری ستونزې به یې ورسره حل شي.

د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون ته یاد وسایل په داسې حال کې سپارل کېږي چې دغه روغتون په پلان کې لري، په نږدې وخت کې یو درملتون، لابراتوار او پي‌ډي څانګو لپاره نوي ځایونه فعال کړي.

مطالب

د کندهار پوهنتون
ته نوي طبي وسایل

دا خبر نورو سره شریک کړئ