Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د والیبال پیل شوې سیالۍ د اتحاد کلنګار لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
۱ دلو ۱۴۰۳

لوګر کې د والیبال پیل شوې سیالۍ د اتحاد کلنګار لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې د لوګر ولایت د ورزش او بدني روزنې آمریت او د واليبال فدراسيون په همکارۍ د ژمني جام تر نامه لاندې د دولسو لوبډلو ترمنځ جوړې شوې سیالۍ، د اتحاد کلنګار لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د ورزش او بدني روزنې آمر انجنیر مزمل نعیم زی وایي؛ دغه سیالۍ، چې یوه میاشت یې دوام وکړ، پاى لوبې ته د اتحاد کلنګار او د استقلال کلنګار لوبډلو لاره و موندله، چې د اتحاد کلنګار لوبډلې وکولای شو، خپلې سيالې لوبډلې ته ٣ - ٢ په توپیر ماته ورکړي او ژمنی جام په خپل نوم کړي.
دغه راز نوموړي د یادو سیالیو څخه موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه او د والیبال لوبې د لوبغاړو هڅول یاد کړي.

مطالب

لوګر کې د والیبال
د واليبال فدراسيون

دا خبر نورو سره شریک کړئ