Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

جوزجان؛ په ۳ ولسوالیو کې د ۱۲ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې.
۹ ثور ۱۴۰۴

جوزجان؛ په ۳ ولسوالیو کې د ۱۲ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې.

په جوزجان ولایت کې د اکتید دفتر مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز او ۳ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې دي. 

د یاد دفتر ولایتي مسوول قاري امان الله امین رسنیو ته ویلي، چې د یادو پروژو چارې د اکتید دفتر په مالي ملاتړ  پیل شوې، چې په کې د ۴۰ زره لېټره زېرمې جوړول، کورپه کور د اوبو رسولو شبکې جوړول، د میترنصبول ، د ژورې څاه کیندل، د ۱۴۷ متره په اوږدوالي د کانالونو د محافظتي دېوالونو جوړول، پر۷۹۴۵ متره سړک کریړاچول، د ۷ پلچکونو رغول، د روغتیايي کلینیک د پاتې برخې رغول، د حوض بیا رغول، د بابه دهقان کلي د برېښنا شبکې غځول، د ۴ ښوونځيو د ودانیو جوړول او بیا رغول شامل دي چې ۶ پروژې یې د شبرغان ښار په کلیو او ۶ نورې یې د یاد ولایت په آقچې، خانقا او خواجه دوکوه ولسوالیو کې پلې کېږي.

مطالب

جوزجان
په ۳ ولسوالیو کې
د ۱۲ ټولګټو پروژو
چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ