Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغانستان او چین د سوداګرۍ پراختیا لپاره کاري ډله رامنځ ته کوي.
۶ حمل ۱۴۰۴

افغانستان او چین د سوداګرۍ پراختیا لپاره کاري ډله رامنځ ته کوي.



د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کابل کې د چین سفیر ژاو شينګ سره ليدلي.

دغه لیدنه کې دواړو لوریو چین ته د افغانستان د صادراتو په ځانګړې توګه د جلغوزيو، انارو او د لاجورد، نفریټ او تالک ډبرو په څېر د معدني او قیمتي ډبرو په صادراتو بحث او خبرې کړي دي.

نورالدین عزيزي او ژاو شينګ هوکړه کړې چې د لا ډېرې همغږۍ، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او سوداګرۍ کې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو لپاره یوه ګډه کاري ډله رامنځ ته شي، څو منظمې غونډې ترسره شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاته کړې، اسلامي امارت ژمن دی چې بېلابېلو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراخولو سره، د هېواد صادراتو او د اقتصاد پیاوړي کولو لپاره زمینه برابره کړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخند‌زاده سلام‌وطندار ته ویلي وو، د ۱۴۰۳ لمریز کال په نهو میاشتو کې د افغانستان او چین ترمنځ ۵۴۸ میلیون ډالره راکړه ورکړه کړې چې له ډلې یې، ۱۲ میلیونه صادرات او پاتې ۵۳۵ میلیونه یې، واردات دي.

مطالب

افغانستان او چین
د سوداګرۍ پراختیا
لپاره کاري ډله
رامنځ ته کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ