پکتيا کې درې کسان د نشهیي توکو د قاچاق په تور نیـول شوي.
د پکتـيا امنيه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نشهيي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیول شوي دي.
د یاد ولایت د امنیه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه درې کسان د جانيخېلو ولسـوالي د نشهیي توکو پر ضد منسوبـینو له لوري نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یاد کسانو غوښـتل چې يوه اندازه چرس له اریوبځاځـيو ولسـوالي څخه خوست ته انتقال کړي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې د شاهراه کنډک منسوبینو د کشفي معلوماتو له مخې، هغه باروړونکې مازده ډوله موټر هم نیول شوی چې یوه زیاته اندازه بېکیفیته مالګه پهکې بار وه او پکـتيا ته لېږدول کېده.
د نیول شویو کسانو دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسـته، اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.
پکتیا کې داسې مهال د نشهيي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیول کېږي چې سرپرست حکومت په هېواد کې د نشهيي توکو تولید او قاچاق بند کړی دی.