د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولین وایي، په لوګر ولایت کې د قومونو ترمنځ د یووالي لپاره لاهڅې کوي.
د ولایت مقام رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یاد وزارت د جرګو معین مولوي محمدعلي جان احمد، لوګر ته د چهارشنبې ورځې؛ په خپل کاري سفر کې له ولایتي مسوولینو سره په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د دغه ولایت د قومونو ترمنځ هر راز ستونزو او کړاوونو ته ځانګړې پاملرنه کوي او د ولسونو ترمنځ د لاښه یوالي په موخه به له ځایي ریاست او ولایتي مسوولینو سره په همغږۍ هڅې زیاتوي.
ښاغلي احمد ویلي، د وزارت رهبري ژمنه ده؛ ترڅو د ولس خپلمنځي شخړې د مېشتو قومي مخورو له آدرسه حل کړي او په یاده برخه کې په پوره معنی خپل مسؤلیت ترسره کوي.
د لوګر ملکي او نظامي مسوولینو هم ډاډ ورکړی، چې ولایتي اداره په هراړخیز ډول د یاد وزارت له لوري؛ په یاده برخه کې د پلانونو او کړنلارو پلې کېدو کې مرسته کوي.