Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر سوریې د اسراییلو بریدونه؛ لږترلږه ۲۵۰ کسان وژل شوي.
۲۶ سرطان ۱۴۰۴

پر سوریې د اسراییلو بریدونه؛ لږترلږه ۲۵۰ کسان وژل شوي.



د سوریې د بشرحقونو څار بنسټ وايي چې پر دغه هېواد د اسراییلو هوايي او ډرون بریدونو له امله تر دې مهاله ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، اسراییلو پرون چهارشنبه، چنګاښ ۲۵مه، دوه ځلې د سوریې دفاع وزارت باندې برید وکړ. د یاد بنسټ د معلوماتو پر اساس، په دې بریدونو کې د یاد وزارت ۱۵ کارکوونکي وژل شوي دي.

اسراییلو له دې وړاندې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د سوریې حکومتي ځواکونو پر ټانکونو بریدونه وکړل او له هغسې دغه بریدونه روان دي.

اسراییلو ټينګار کړی چې د یاد هېواد په سوېل کې به امنیتي ځواکونو ته د ځای پر ځای کېدو اجازه ورنکړي او په وینا یې، د دمشق پروړاندې به د دروز ټولنې څخه ساتنه وکړي.

دروزي ټولنه چې سوریه او د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې مېشت دي چې ډېره برخه یې، د سوریې په السویدا ولایت کې دي.

د سوریې پوځ روانه اوونۍ السویدا ولایت ته د دروز او نورو سني قبایلو ترمنځ د رامنځته شوې نښتې د کنټرول لپاره ورغلي و چې دروز لږکیو سره پر جکړه اوښتې دي.

مطالب

پر سوریې د اسراییلو بریدونه
لږترلږه ۲۵۰ کسان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ