Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر اوسېدونکي: معیاري روغتیايي خدمتونه دې راته برابر شي.
۲۰ دلو ۱۴۰۳

د لوګر اوسېدونکي: معیاري روغتیايي خدمتونه دې راته برابر شي.

د لوګر یوشمیر اوسېدونکي شکایت کوي چې معیاري او بشپړو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري.

د خروار ولسوالي اوسېدونکي حاجي بسم‌الله وایی، دغه ولسوالي کې معیاري روغتون شتون نه‌لري او نشي کولای په ټاکلي وخت، خپل ناروغان د درملنې لپاره مرکز پل‌علم ته ولیږدوي.

هغه وویل، د لارې خرابوالي له امله ډېر کله ښځینه ناروغانو پل‌علم ښار ته د لېږد پرمهال ساه ورکړې.

نوموړي زیاته کړه «زمونږ ولسوالۍ کې روغتیايي مشکیلات زیات دي، ځکه سړک خام ده، لوی روغتون نه لرو، زمونږ ولسوالۍ لرې پرته ده، ډیره کله چې ناروغان راته پيدا شي نو مرکز ته په لاره ساه ورکوي او ولس له پراخو روغتیايي ستونزو سره لاس او ګیروان دي او له دولته مو هیله داده چې روغتیايي ستونزو ته رسیدګي وکړي.»

مرکز پل‌علم کې هم یوشمېر ناروغانو وایی، وړاندې کېدونکي روغتیايي خدمات بسنه نه ‌کوي او د دغه ولایت په سطحه دې ناروغانو ته معیاري خدمات وړاندې شي.

دوي وویل، دې وروستیو کې مرکز پل‌علم کې ناروغانو ته بې کیفیته درمل ورکړل شوي او اړتیا ده چې روغتیايي مسوولان یې مخه ونیسي.

د مرکز پل‌علم یوه ناروغ روح‌الله وویل: «درملو کې خورا زیات بدلون رامنځته شوی ده او کیفیت خورا ټيټه شوی ده او نرخونه یې لوړ شوې دي، ما له پاکستان څخه په ۵۰ کلدارې یو فاکټ ګولۍ واخیستلې ولې دغلته یې ۵۰ افغانۍ پلوري، کیفیت د درملو دومره ټېټ شوی ته به وایي چې بور یا هم جواری خورې.»

یوه بل ناروغ همیشه‌ګل وویل: «مونږ مجبور یو چې هر ډول درمل راته ولیکي واخلو، دغه درمل مې چې اخیستې دي د درې زره افغانیو دي، نرخونه خورا لوړ دي او دولت دې باید د درملو نرخونه او تاریخ کنټرول کړي.»

د لوګر ولایتي روغتون کې بستري ناروغ عصمت‌الله وویل، د ولایتي روغتون د ټولو ناروغانو اړتیاووې نه‌شي پوره کولی او مسوولان دې دغه روغتون ته د بسترونو او درملو اسانتیاوې زیاتې شي.

دی چې څو ورځو راهیسې دغلته بستري دی رسنیو ته وايي: «زه ناروغ یم او د عملیات لپاره راغلی یم، دغلته د ناروغانو لپاره ځای تنګ ده او په یو نفري خونه کې د ځای کمښت له امله پنځه کسان ځای پر ځای شوي چې ناروغانو ته یې پراخې ستونزې جوړې کړي دی.»

بل‌خوا د لوګر د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسؤول فهیم الله لودین وایی، د پخوا په پرتله د روغتیايي خدماتو ساحه پراخه شوې او هڅه کوي چې د دغه ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې هم د ولس د غوښتنې له مخې خدمات وړاندې کړي.

لودین وویل، تېرو دریو کالونو کې د مرکز پل علم په ګډون په لرو پرتو  ولسوالیو کې د یو شمیر کورنیو او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ۴۷ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او هره ورځ زرګونه ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي.

«لوګر ولایت عامې روغتیا ریاست په مرکز پل علم او ټولو ولسوالیو کې معیاري روغتیايي خدماتو ته ژمن ده او اسلامي امارت له بیا واکمنیدو راهیسې شاوخوا ۴۷ نوي روغتیايي مرکزونه ایجاد شوې دي، دغه مرکزونه د ناروغانو پر مخ پرانېستي دي او هره ورځ زرګونه کسانو ته خدمات وړاندې کوي، همدارنګه مونږ په تېر یوه کال کې ګڼ شمیر روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ هم جوړې کړي دي. »

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې د لوګر اوسیدونکو لرو پرتو ولسوالیو او کلیو کې د ښځينه ډاکټرانو له کمښت څخه هم شکایت کړی وو.

مطالب

د لوګر اوسېدونکي
معیاري روغتیايي
خدمتونه دې
راته برابر شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ