Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان افغانستان ته، د هندي توکو د واردولو اجازه نه ده ورکړې.
۱۴ ثور ۱۴۰۴

پاکستان افغانستان ته، د هندي توکو د واردولو اجازه نه ده ورکړې.

پاکستاني رسنیو د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې په حواله راپور ورکړی چې پاکستان هغو لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې هندي وارداتي توکي لیږدوي او افغانستان ته ننوځي.

 د هند وارد شوي توکي پخوا د ټرانزیټ تړون پر بنسټ د واګه بندر او تورخم او چمن له لارې افغانستان ته داخلېدل.

 د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر خان جان الکوزي ډان ورځپاڼې ته ویلي چې پاکستان دا اقدام وروسته له هغه وکړ چې هند د واګه بندر له لارې د افغانستان صادراتي توکو بار لاریو ته د تېرېدو اجازه ورنه کړه. 

د الکوزي په وینا، ۱۵۰ لارۍ چې افغان صادراتي توکي یې لیږدول، چې وچې میوې، تازه میوې او سبزیجات پکې شامل وو، لومړی د پاکستان لخوا ودرول شول، او اوس هند دغو لاریو ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي. 

هغه زیاته کړې، چې له هند څخه شاوخوا ۱۵۰۰ لارۍ د کراچۍ بندرونو ته رسیدلي، خو پاکستان دا موټرونه بند کړي دي.

مطالب

پاکستان افغانستان ته
د هندي توکو
د واردولو اجازه نه ده ورکړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ