Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امربالمعروف وزارت ۹۳۵ کوډګر نیولي.
۸ ثور ۱۴۰۴

امربالمعروف وزارت ۹۳۵ کوډګر نیولي.

د امربالمعروف، نهې‌عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر وویل، تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د پلازمېنې کابل په ګډون ولایتونو کې د کوډګرو او هغو عناصرو د نیولو په لړ کې چې ټولنه کې اختلاف، تفرقه او بد اخلاقي ته لمن وهي، ټولټال ۹۳۵ کوډګر نیول شوي.

هغه وویل، دغه کوډګر د څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د یادو کوډګرو له ډلې ۱۲۵ په تخار، ۱۱۱ په بغلان او ۱۱۷ کابل او پاتې نورو ولایتونو کې نیول شوي دي.

امر بالمعروف، نهې‌عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ډاډ ورکوي چې هېڅ چاته اجازه نه‌ورکوي څو ورته ناوړه او غیر شرعي اعمال ترسره کړي او په ټولنه کې ناخوالي رامنځ ته کړي.

دغه وزارت له عامو هېوادوالو غوښتنه کړې چې په یاده برخه کې محتسبینو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، ترڅو اسلامي، سالمه او له خرافاتو پاکه ټولنه ولرو.

مطالب

امربالمعروف وزارت
۹۳۵ کوډګر نیولي

دا خبر نورو سره شریک کړئ