Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سپین‌بولدک کې ۲۳زره کندې په ۵۴زره ډالرو کیندل شوي.
۲۰ ثور ۱۴۰۴

سپین‌بولدک کې ۲۳زره کندې په ۵۴زره ډالرو کیندل شوي.



د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې د ۵۴زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو ذخیره کولو لپاره ۲۳زره کندې کیندل شوي دي.

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو د خوراک او کرنې نړیوال سازمان(FAO)  په مالي مرسته او د بشري خیریه موسسې(OHW)  په تخنیکي همکارۍ، په سپین‌بولدک ولسوالي کې د ۲۳زره کندې کیندل وشي دي.

یادې کندې د سیمې د کرنې او مالدارۍ مسوولانو تر څار لاندې جوړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وايي: «د دغو کندو د کیندلو چارو لپاره ۲۷۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه چې دا چاره د ۴۰ ورځو په موده کې ترسره شوه.»

نوموړی زیاتوي: «د پروژې له لارې هر کارکوونکي ته ۲۰۰ امریکایي ډالر ورکړل شوي. دا پروژه د سیمه‌ییزو خلکو لپاره هم د کار زمینه برابروي، هم د باراني اوبو د راټولو له لارې د اوبو د کمښت مخنیوی کوي او هم د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړوي.»

د کرنې ریاست مسوولان همداراز وايي چې د دې کندو جوړېدو سره به د سیمې ډېری بزګران او مالداران له ستونزو وژغورل شي.

څه باندې دوه میاشتې وړاندې هم د کندهار نېش ولسوالي کې، د FAO  مالي ملاتړ او دOHW  تخنیکي همکارۍ له لارې، د ۴۰زره ډالرو په ارزښت ۱۵زره کندې جوړې شوې وې.

مطالب

سپین‌بولدک کې ۲۳زره کندې
۵۴زره ډالرو کیندل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ

سپین‌بولدک کې ۲۳زره کندې په ۵۴زره ډالرو کیندل شوي.