Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عراقچي: له امریکا سره د مذاکراتو لړۍ ښه پر مخ روانه ده.
۳۱ حمل ۱۴۰۴

عراقچي: له امریکا سره د مذاکراتو لړۍ ښه پر مخ روانه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د ایران او امریکا ترمنځ تر دویم پړاو مذاکراتو وروسته په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د خبرو اترو لړۍ ښه مخ پر وړاندې روانه ده.

 عراقچي دغه راز ویلي، چې د نوموړي او د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي ستیو ویټکاف ترمنځ مذاکرات به د راتلونکې اوونۍ پر شنبه وشي. 

نوموړي زیاته کړې چې د کارپوهانو په کچه تخنیکي مذاکرات به د چهارشنبې پر ورځ په عمان کې پیل شي. دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ دویم پړاو مذاکرات پرون په ایټالیا کې ترسره شول.

مطالب

عراقچي: له امریکا سره
د مذاکراتو لړۍ ښه
پر مخ روانه ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ