Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د چین د نړۍوالۍ سوداګرۍ د ودې شورا استازي کابل ته راځي.
۶ جوزا ۱۴۰۴

د چین د نړۍوالۍ سوداګرۍ د ودې شورا استازي کابل ته راځي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمد‌الله زاهد چین ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د نړۍوالې سوداګرۍ ودې شورا له مرستیال چین جیانان سره کتلي. 

په دې کتنه کې د افغانستان دولتي شرکتونو او د چین د نړۍوالې سوداګرۍ ودې شورا ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر دوام او افغان سوداګرو ته د چین په سوداګریزو نندارتونونو کې د ګډون زمینې پر برابرولو هم هوکړه شوې ده.

 چینايي لوري وړاندیز کړی، چې د پانګونې ټول فرصتونه او مشخصې طرحې دې له اړوندو ډیپلوماتیکو ادارو سره شریکې شي، تر څو د شورا له خوا لازم اقدامات وشي. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د چین د نړۍوالې سوداګرۍ د ودې شورا استازي به د لا ډېرې همکارۍ او همغږۍ په موخه په نږدې راتلونکې کې کابل ته سفر وکړي.

مطالب

د چین د نړۍوالۍ سوداګرۍ
د ودې شورا استازي کابل ته راځي

دا خبر نورو سره شریک کړئ