Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نایجریا کې د وسله‌والو برید؛ ۳۴ سرتیري وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي.
۳۱ جوزا ۱۴۰۴

نایجریا کې د وسله‌والو برید؛ ۳۴ سرتیري وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي.



د نایجریا د دفاع وزارت چارواکي وايي چې سلګونه وسله‌والو په برید کې د یاد هېواد ۳۴ سرتیري وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

برید له مالي هېواد سره پولې ته نږدې پر «باني‌بانګو» پوځي مرکز شوی دی. د نایجریا دولتي ټلوېزیون له لوري په خپره شوې بیانیه کې همداراز ویل شوي چې وسله‌والو له اتو نقیه وسایلو او څه باندې ۲۰۰ موټرسایکلونو څخه په استفادې پر دې پوځي مرکز برید کړی دی.

رویټرز خبري اژانس نن شنبه، جون ۲۱مه په یوه راپور کې ویلي چې د یاد برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د نایجریا د دفاع وزارت د برید په اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي چې ځواکونو یې، له برید وروسته د سیمې د امنیت لپاره هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي دي.

نایجریا د لوېدیځې افریقا د نورو هېوادونو په څېر د سخت‌دریځو وسله‌والو له ګواښ سره مخ دی. دغه هېواد کې له دې وړاندې هم د یادو وسله‌والو ډلو له لوري پر پوځ بریدونه شوي چې مرګ‌ژوبله یې هم اړولې ده.

مطالب

نایجریا کې د وسله‌والو برید
۳۴ سرتیري وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ