Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ملي دفاع وزارت: د اردو شمېر له ۱۵۰ تر ۲۰۰زرو ته رسېږي.
۳۱ سرطان ۱۴۰۴

ملي دفاع وزارت: د اردو شمېر له ۱۵۰ تر ۲۰۰زرو ته رسېږي.



د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې دا مهال د یاد وزارت په چواکاټ کې د «اسلامي اردو» شمېر له ۱۵۰ تر ۲۰۰زره ته رسېږي.

د یاد وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي نن سه‌شنبه، چنګاښ ۳۱مه د رسنیو مرکز کې د یاد وزارت د تېر یوه کال د لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې وویل چې د اردو شمېر له ۱۵۰ تر ۲۰۰زره کسانو دی او په وینا یې، د اړتیا له مخې، دغه شمېر اردو د هېواد له سرحدونو او دفاع لپاره بسنه کوي.

واک ته د ا.ا د بېرته ستنېدو راهیسې یاد وزارت هڅه کړې چې یوه مسلکي اردو جوړه کړي، خو د یاد وزارت د چارواکو په وینا، لاهم اړتیا لري چې اردو پر پرمختللو وسلو سمبال او مسلکي کړي.

مطالب

ملي دفاع وزارت
د اردو شمېر له ۱۵۰ تر ۲۰۰زرو ته رسېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ