Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیا؛ سرې میاشتې ټولنې ٧٩ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
۲۹ حوت ۱۴۰۳

پکتیا؛ سرې میاشتې ټولنې ٧٩ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

د پکتیا ولایت افغاني سرې میاشتې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د ١٤٠٣ کال پیل څخه تر دې مهاله یې د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې ٧٩ زره کسانو ته په مختلفو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي. د مسوولینو په خبره دوی د یو اساسي کلینیک او یو ګرځندوی روغتیايي ټیم له لارې ٧٩ زره کسانو ته په OPD, قابلګي، سويې تغذي، واکسین او مختلفو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.مسوولین وایي، چې دغه راز د سوري زړه په ناروغۍ اخته ٦٨ ماشومان یې پلازمینې کابل ښار بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې په موخه ورپیژندل شوي چې ټول لګښت یې د دغې ادارې لخوا ورکړل شوی دی.

مطالب

پکتیا
سرې میاشتې ټولنې
٧٩ زره کسانو ته
روغتیايي خدمات وړاندې کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ