Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د هند کرېکټ غوره لیګ کې نن دوه لوبې کېږي.
۲۴ حمل ۱۴۰۴

د هند کرېکټ غوره لیګ کې نن دوه لوبې کېږي.



د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن یو ځل بیا دوه لوبې کېږي چې لومړی سیالي کې به راجستان رویلز له رویال چلنجرز بنګلور سره سیالي وکړي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه، اپرېل ۱۳مه د هند د جې‌پور په «سوای منسنګ کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

بنګلور لوبډله دا مهال د روان لیګ د لوبډلو جدول کې پنځم ځای لري چې له کړیو پنځو سیالیو څخه یې، درې ګټلي او دوه یې، بایللې دي.

راجستان بیا اووم ځای خپل کړی او د دوو بریا او درېوو ماتو سره جدول کې څلور امتیازونه لري. افغان لوبغاړی فضل‌الحق فاروقي هم له راجستان رویلز سره لوبېږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو لوبو کې راجستان رویلز درې او بنګلور بیا دوه ځلې بریاوې خپلې کړې دي.

د نن شپې دویمه سیالي کې به ممبی انډیینز د ډیلي پر وړاندې سیالي وکړي. یاده لوبه به نن ماښام ۶:۳۰ بجې په ډیلي کې پیل شي. لوبه د ممبی انډیینز کورني لوبغالي وانکېده کې کېږي. افغان لوبغاړی مجیب‌الرحمن هم د ممبی په ګټه روان لیګ کې سیالي کوي.

د یاد لیګ په پرونو دوو لوبو کې لکناو سوپر جاینټز، ګجرات ټایټنز او سنرایزرز حیداباد بیا په یوې په زړه پورې لوبه کې پنجاب کنګز ته ماته ورکړه.

مطالب

د هند کرېکټ غوره لیګ کې
نن دوه لوبې کېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ