Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

راتلونکی کال په ننګرهار کې نږدې ۴ میلیونه نیالګي کېنول کیږي.
۲۴ حوت ۱۴۰۳

راتلونکی کال په ننګرهار کې نږدې ۴ میلیونه نیالګي کېنول کیږي.

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې په راتلونکي کال کې به په یاد ولایت کې نږدې ۴ میلیونه نیالګي کېنول شي. د یاد ریاست رییس رسنیو ته ویلي، چې د اقلیم بدلون سره د مبارزې، د چاپېریال ساتنې او د هېواد اقتصادي پیاوړتیا لپاره به په راتلونکي پسرلي کې ۳ میلیونه ۸۱۵ زره ۶۸۰ نیالګي کېنول کېږي. هغه وایي په یادو نیالګیو کې مېوه لرونکي، غیر مېوه لرونکي، زینتي او غیر زینتي نیالګي په فارمونو کې تربیه شوي، چې له دې ډله یې ۱۶۷ زره ۹۹۰ نیالګي د کرنې ریاست په درېیو فارمونو کې او پاتې نور د کانال ریاست او خصوصي سکټور له لوري چمتو شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت له ۱۳۷ میلیونه افغانیو بودیجې څخه په استفادې د ننګرهار شپږو ولسوالیو کې د موتیا ګلانو یو جریب ننداریزې قطعې هم جوړې کړي، چې پرمټ یې د ګلونو کښت ترویج شي.

مطالب

راتلونکی کال
په ننګرهار کې نږدې
۴ میلیونه نیالګي کېنول کیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ