Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د فرانسې مارسي ښار کې د روسیې پر کونسلګرۍ راکټي برید شوی.
۶ حوت ۱۴۰۳

د فرانسې مارسي ښار کې د روسیې پر کونسلګرۍ راکټي برید شوی.

د فرانسې مارسي ښار کې د روسیې پر کونسلګرۍ راکټي برید شوی دی. فرانسوي پولیسو ویلي، چې د دوو توغول شویو راکټونو له له‌منځه یو یې چاودنه کړې خو چاته پکې زیان نه دی اوښتی او د کونسلګرۍ کارکوونکو ته هم د دننه پاتې کېدو امر شوی دی. د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی او سیمه هم د پولیسو له لوري کلابنده ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندي ماریا زاخاروا له فرانسې غوښتي چې د موضوع په تړاو دې بشپړ او چټک اقدمات تر سره کړي.

مطالب

د فرانسې مارسي ښار کې
د روسیې پر کونسلګرۍ
راکټي برید شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ