د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، هیله لرم چې د ایران پروړاندې بل برید ته اړتیا پېښه نشي.
نوموړي دغه څرګندونې په سپينه ماڼۍ کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتیاهو سره په کتنه کې کړې دي.
ټرمپ د ایران حکومتي چارواکو ته په اشارې سره زیاته کړه: «هغوی هم داسې څه نه غواړي چې ترسره شي، بلکې د سولې په لټه کې دي او غواړي چې خبرې اترې وکړي.»
کله چې له ولسمشر ټرمپ څخه په منځني ختیځ کې د دوو حکومتونو «ایران او اسراییل» تر منځ د روانې شخړې د حل لارې د امکان په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل، «زه نه پوهیږم» او اشاره یې وکړه چې د نتنیاهو نظر باید وپوښتل شي.
ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د منځني ختیځ لپاره د ده استازي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په راتلونکې اوونۍ کې به له ایران سره د اټومې پروګرام په تړاو خبرې اترې پیل کړي.