Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

وکراین: د روسیې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې مو ویشتلې دي.
۱۷ دلو ۱۴۰۳

وکراین: د روسیې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې مو ویشتلې دي.

د اوکراین پوځ په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې د روسیې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې ویشتلې دي. په بیان کې راغلي دي چې اوکرایني ځواکونو د تېرې شپې په اوږدو کې د روسیې د پوځ له خوا د ۶۵ ویشتل شویو ډرونونو له ډلې ۳۷ یې په نښه کړي او له منځه یې وړې دي. بیان زیاتوي چې پاتې ۲۸ ډرونونه د اهدافو په ویشتلو کې پاتې راغلي دي. اوکراین دا تازه بریدونه داسې مهال کوي چې کیف له مسکو سره د سولې لپاره د واشنګټن پلان تېره ورځ وروسته له هغه رد کړ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین له خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زیلینسکي سره د خبرو غوښتنه رد کړه. کیف وویل چې د متحدو ایالتونو د سولې طرحه اوکراین ته سوله نه شي راوستلی.

مطالب

وکراین
د روسیې ۳۷
بې پیلوټه الوتکې
مو ویشتلې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ