بلخ کې تېرکال نږدې ۶۰۰ کسان د نشهيي توکو قاچاق په تور نیول شوي.
د بلخ امنیتي مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال یې، دغه ولایت کې نږدې شپږ کسان د نشهيي توکو قاچاق او پلور په تور نیولي دي.
د بلخ امنیه قومنداني نن شنبه، غبرګولي ۳۱مه، سلاموطندار ته ویلي چې د تېرکال پرمهال دغه ولایت کې د نشهيي توکو پلور او قاچاق په تور ۵۹۶ کسان نیول شوي دي.
د بلخ امنیه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې همدارازویل شوي چې له نیول شویو کسانو څخه ۷۶۱ کیلوګرامه نشهيي توکي او ۵۴۲ لېټره الکولي څښاک ترلاسه شوي دي.
د دوی په وینا، نیول شوي نشهيي توکي سوځول شوي دي.
له دې سربېره په خبرپاڼه کې راغلي چې ۳۰۳۰ روږدي کسان هم د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزی مدیریت له لوري ټول شوي.
له یادو روږدو کسانو بیا دوه زره او ۱۲۱ کسان روغ او بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.