Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیا کې په ۲۷ میلیون افغانۍ د پروژو چارې پیل شوې.
۲۱ ثور ۱۴۰۴

پکتیا کې په ۲۷ میلیون افغانۍ د پروژو چارې پیل شوې.



ځایي مسوولان وايي، د پکتيا د اوبو او برښنا رياست ته د نوې ودانۍ جوړېدو په ګډون یې د پنځو رغنيزو پروژو چارې پيل کړي چې څه باندې ۲۷ ميليون افغانۍ لګښت پرې کيږي.

د کابل د سينديزې فرعي حوزې ريیس محمد عارف مهمند د يادو پروژو د پيل مراسمو کې وويل، د دغو پنځو پروژو له ډلې څلور یې زرمت ولسوالي کې تطبیق کیږي.

یادو پروژو کې د بيټکې چکډيم، د حسن خيلو کاريز ساتنې ديوال، د بر ملايانو کاريز اوبو حوض، د شولګډ کاريز، سربند او کانال جوړيدو پروژې شاملې دي.

د دغو څلورو پروژو چارې په راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړيږي.

دې سره د اوبو او انرژي وزارت سرپرست عبدالطيف منصور د يادو پروژو د پيل مراسمو کې وويل، اسلامي امارت ژمن دی چې د ولس د هوساينې لپاره عام المنفعه پروژې پلې کړي.

د زرمت ولسوالي يو شمېر اوسيدونکي هم خوښ دي چې په سيمو کې يې ورته د وچکالي او اوبو ضايعاتو مخنيوي لپاره پروژې پلې کيږي.

مطالب

پکتیا کې په ۲۷ میلیون افغانۍ
د پروژو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ