Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

متقي: د افغانستان بهرنی سیاست متوازن او اقتصادمحوره دی.
۲۸ ثور ۱۴۰۴

متقي: د افغانستان بهرنی سیاست متوازن او اقتصادمحوره دی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د تهران د خبرو اترو فورم ته په وینا کې ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت متوازن، اقتصادمحور سیاست پرمخ وړي، چې ګاونډیو هېوادونو ته پکې ځانګړی اهمیت ورکړل شوی دی.

 هغه زیاته کړې، د افغانستان امنیت نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمې، ګاونډیو او نړۍوالو په ګټه دی. متقي څرګنده کړې، چې افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې د متوازن سیاست نشتوالي له امله د نړۍوالو سیالیو قرباني شوی دی.

 د متقي په وینا، اوسنی حکومت د یوه هېواد د مخالفت یا دوستۍ لپاره د بل هېواد پر وړاندې دریځ نه نیسي او له ټولو سره د متوازنو اړیکو پالنه کوي. هغه د هلمند د اوبو تړون په اړه ویلي، چې سرپرست حکومت له ایران سره د دغه تړون ژمن دی، او که کوم رسمي تړون هم نه وي، د انساني او ګاونډیتوب د اصولو له مخې، ایران ته اوبه پرېږدي.

مطالب

متقي: د افغانستان بهرنی سیاست
متوازن او اقتصادمحوره دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ