Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هندوکش سټرایکرز لوبډله د واخان ۲۰اوریز جام اتله شوه.
۱۷ سرطان ۱۴۰۴

هندوکش سټرایکرز لوبډله د واخان ۲۰اوریز جام اتله شوه.



د واخان ملي شل اوریزه جام لوبې چې د کندز په کوربتوب پیل شوې وې، اتلولي یې د اسحاق رحیمي په لوبډلمشرۍ هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګټله.

د دغه شل‌اوریز جام پای لوبې ته پامیر لیجنډز او هندوکش سټرایکرز لوبډلو لاره موندلې وه.

پای لوبه کې تېره ورځ پامیر لیجنډز ۹۸ منډې هدف ټاکلی و چې هندوکش سټرایکرز د لوبې په وروستي اور کې د ۹ ویکټو په زیان ترلاسه کړ او د دغه جام اتلولي یې خپله کړه.

د واخان ملي شل‌اوریزه جام لوبې د جون میاشتې پر ۲۸مه پیل شوې وې چې پامیر لیجنډز، هندوکش سټرایکرز، ماهیپر ستوري او میوند اتلان لوبډلو پکې ګډون کړی وو.

مطالب

هندوکش سټرایکرز لوبډله
د واخان ۲۰اوریز جام اتله شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ