د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې هند له افغانستان سره ۴.۸ ټنه واکسین مرسته کړې ده.
یاد وزارت ویلي چې دا واکسین د بېلابېلو ناروغیو لکه لیوني سپي (Rabies)، تیتانوس، تور زېړي (هیپایتس بي) او انفلونزا د مخنیوي لپاره اړین دي.
د عامې روغتیا وزارت زیاته کړې چې دا مرسته په افغانستان کې د زرګونو کسانو ژوند ژغورلی شي.