Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نن د خوب نړیواله ورځ ده.
۲۵ حوت ۱۴۰۳

نن د خوب نړیواله ورځ ده.



نن شنبه، د مارچ ۱۵مه د خوب له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د خوب نړیوالې ټولنې سږکال دغه ورځ د «خوب روغتیا ته لومړیتوب ورکړئ» شعار ته ځانګړې کړې ده.

د خوب نړیواله ورځ د خوب نړیوالې ټولنې له لوري د پوهاوي یو فعالیت دی چې د خوب درملو نړیوالې ټولنې (WASM) او د خوب د نړیوال فدراسیون (WSF)  له لوري رامنځته شوی دی.

د خوب د نړیوالې ورځې په مناسبت، فعالان هڅه کوي چې د انسانانو روغتیا ته د خوب د ارزښت په اړه د پوهاوي کچه لوړه کړي.

د خوب نړیوالې ورځې بنسټ د یادې ورځې په تړاو پر خپله وېب‌پاڼه لیکلي: «دغه ورځ د خوب روغتیا ته د ارزښت ورکولو لپاره د زرګونو متخصصانو، سازمانونو او فعالانو سره یوځای د ودې ورکولو فرصت دی. کله چې موږ ټول د خوب روغتیا او #WorldSleepDay په ګډه دودوو، نو زموږ ګډه هڅه د هغې له برخو څخه لویه ده. د خوب په نړیواله ورځ د خوب روغتیا په اړه خبرې خپرې کړئ او د خوب په تړاو پوهاوي لوړولو کې مرسته وکړئ!»

د خوب نړیواله ورځ په لومړي ځل په ۲۰۰۸ کې ونمانځل شوه او د هغه کال شعار دا وو چې ښه خوب او په بشپړه توګه ويښ ژوند وکړئ. له هغه راهیسې دغه ورځ هر کال د نړۍ په بېلابېو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

د خوب نړیوالې ورځې په اړه د دغې ټولنې په اعلامیه کې پر روغتیاپالانو غږ شوی چې په خپلو ټولنو کې د خوب د ارزښت په اړه د پوهاي د کچې د لوړولو لپاره بحثونه وکړي او معلومات خپاره کړي.
— د اروپا په تکل “اوس په خوب کې چغې وهم”

مطالب

نن د خوب
نړیواله ورځ ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ