Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د امریکا کې په یوه غرنۍ سیمه کې اور لګېدنې پنځه کسان وژلي
۲۰ جدی ۱۴۰۳

د امریکا کې په یوه غرنۍ سیمه کې اور لګېدنې پنځه کسان وژلي

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس خبر ورکړی، دا اورلګېدنه وړمه ورځ مالیبو غونډیو ته څېرمه په یوه غرنۍ سیمه کې رامنځته شوه چې سختو بادونو د لاس انجلس ښار تر څنډو راورسوله.
خبرزیاته کړې، په دې اورلګېدنه کې پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د سرچېنې په خبره زرګونه نور کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
ویل کیږي د اور لمبې په ۱۵۸۰۰ هکتاره ځمکه کې خپرې شوې او تر زرو زیات کورونه او ودانۍ یې په خاورو بدلې کړې دي.
ورته مهال د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اور لګېدنې نه مدیریت په تړاو د بایډن پر ادارې د کمزورتیا له امله نیوکه کړې ده.

مطالب

امریکا
اور لګېدنه

دا خبر نورو سره شریک کړئ