Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار له دندې ګوښه کېږي.
۱۲ ثور ۱۴۰۴

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار له دندې ګوښه کېږي.

رویټرز خبري اژانس ته معتبرو سرچینو ویلي، چې د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار، مایک والټز، له دندې ګوښه کېږي.

 دا په جنورۍ میاشت کې واک ته د ټرمپ تر رسېدو وروسته د هغه په واکمنۍ کې لومړنی لوی بدلون بلل کېږي. 

په راپور کې راغلي، د والټز مرستیال، اېلکس وانګ چې د اسیا متخصص دی او د ټرمپ په لومړۍ دوره کې یې په بهرنیو چارو وزارت کې د شمالي کوریا پر چارو تمرکز درلود، هم له خپلې دندې استعفا کوي.

مطالب

د ټرمپ د ملي امنیت
سلاکار له دندې ګوښه کېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ