Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پل‌علم کې د سړکونو خرابوالی؛ موټرچلوونکي له فرعي لارو تګ‌راتګ کوي.
۶ حوت ۱۴۰۳

پل‌علم کې د سړکونو خرابوالی؛ موټرچلوونکي له فرعي لارو تګ‌راتګ کوي.

   

د لوګر مرکز پُل‌علم ښار یوشمیر اوسیدونکي او موټرچلوونکي رسنیو سره خبرو کې وايي، د دغه ښار داخلي سړکونه ویجاړ شوي چې دوی او سویل ختیځ زون «پکتیا، خوست او پکتیکا» ولایتونو ته تلوونکي مسافر یې جدي ستونزو سره مخ کړي.

دوی وویل، د ښار سړکونو خرابوالي په دلیل موټرچلوونکي په فرعي لارو تګ راتګ کوي.

هغوی له ولایتي ادارې غواړي چې د پُل‌علم ښار داخلي سړکونه په پاخه او اساسي توګه بیاورغوي.

په اړه یې د پُل‌علم ښار دوو اوسېدونکو بلال ستانکزي او حزب‌الله وویل: «د پل علم ښار داخلي سړکونو وضعیت ډېر زیات خراب دی، داځکه چې د لوړ وزن موټر پرې تېر شوي او سړک یې کنده کنده کړی. دولت هم په تېرو څو کالونو کې ورته پام نه دی کړی.»

«د سړکونو وضعیت ډېر خراب دی، سړکونه کنده کنده شوي، زه دلته شپږ میاشتې کیږي چې د سړک په سر کار کوم، سړک او پلچکونه ډېر زیات خراب دي، د سړک خرابوالي له امله ګڼه ګوڼه هم زیاته شوې، دولت ته پکار ده چې دغه سړکونه جوړ کړي.»

اخوا موټرچلونکي پُل‌علم ښار کې د ټرافیکي پېښو د زیاتیدو لامل د سړکونو خراب وضعیت بولي.

موټرچلوونکي روح‌الله وایي، د پخوا په پرتله ښار کې ټرافیکي پېښې د پام وړ زیاتې شوي او د سړکونو خرابوالي له امله ښار کې ګڼه ګوڼه دومره زیاته شوې چې د ښار واټونه او څلور لارې د ورځې په جریان کې د ډېر وخت لپاره د ټرافیکو پرمخ تړلي وي.

هغه زیاته کړه چې پل‌علم ښاروالي هره میاشت له سوداګرو، مارکېټونو او هاټیوالو مالیه اخلي، نو اړینه ده چې د ښار داخلي سړکونو ترڅنګ، ښاري پراختیا ته هم پام ډېر کړي.

لوګر مسوولان مني چې د ښار داخلي سړکونه تخریب شوي او اړتیا ده چې بیاورغول شي.

د لوګر والي ویاند صدق احمد صدیقي رسنیو ته وویل، هڅه کوي چې د پُل‌علم ښار داخلي سړکونه په پاخه او اساسي ډول بیاورغوي.

«د لوګر ولایت مقام هڅه کوي چې د ولسونو ستونزو ته رسیدنه وکړي، رښتیا هم د ښار داخلي سړکونو خرابوالی د هیوادوالو لپاره یو جدي ستونزه ده، مونږ ډاډ درکوو چې د ولایت مقام له لوري د یاد سړک د بیارغولو موضوع تعقیب شوې او اړونده ادارو ته سپارښتنه شوې چې د پل علم ښار داخلي سړک د بیارغولو برخه کې شته ستونزې هوارې او ژر تر ژره یې د بیارغولو چارې پيل کړي.»

باید وویل شي چې د پُل‌علم ښار له داخلي سړکونو څخه د پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو اوسیدونکي او موټر‌چلوونکي هم ګټه اخلي.

مطالب

پل‌علم کې د سړکونو خرابوالی
موټرچلوونکي
له فرعي لارو تګ‌راتګ کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ