Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيکا کې د خپل خُسر قاتل نیول شوی.
۲۵ سرطان ۱۴۰۴

پکتيکا کې د خپل خُسر قاتل نیول شوی.



د پکتیکا امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې، هغه کس نیولی چې خپل خُسر یې، وژلی و.

د پکتیکا امنیه قومانداني څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د زرغون شهر ولسوالي د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو هغه قاتل نيولی چې خسر يې په خپل کور کې د ټوپک په وسيله وژلی و.

خبرپاڼه زياتوي چې نیول شوي کس تېره «سه‌شنبه» شپه شاوخوا ۱۲ بجې خپل خسر چې سلطان محمد نومېده، د ټوپک په ډزو وژلی و.

خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې ځای ته امنیتي منسوبینو ځانونه رسولی و او د کشفي معلوماتو پربنسټ یې، یاد کس نیولی چې یو میل ټوپک هم ورڅخه ترلاسه شوی دی.
خبرپاڼه کې د پېښې علت او څرنګوالی لاهم ندی په ډاګه شوی.

مطالب

پکتيکا کې د خپل
خُسر قاتل نیول شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ