Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د متقي او سوریې بهرنیو چارو وزیر لیدنه؛ دواړو لورو پر ننګونو د برلاسي کېدو هیله ښوولې.
۱ سرطان ۱۴۰۴

د متقي او سوریې بهرنیو چارو وزیر لیدنه؛ دواړو لورو پر ننګونو د برلاسي کېدو هیله ښوولې.



د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د ۵۱مې ناستې په څنډه کې د سوريې بهرنيو چارو وزير اسعد حسن شيباني سره ليدلي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تېره ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې دواړو لوریو هيله څرګنده کړې چې د افغانستان او سوريې حکومتونه وتوانېږي چې پر اوسنيو ننګونو برلاسي او له فرصتونو ګټه پورته کړي.

همدارنګه دواړو لوريو د افغانستان او سوريې ترمنځ اړيکې تاريخي او مهمې وبللې او خوښي يې څرګند کړه چې دواړه ولسونه له اوږدو جګړو وروسته خپلواکۍ، امنيت او ثبات ته ورسېدل.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي تېره ورځ د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره د ترکیې استانبول ښار ته لاړه.

مطالب

د متقي او سوریې بهرنیو چارو وزیر لیدنه
دواړو لورو پر ننګونو د برلاسي کېدو هیله ښوولې

دا خبر نورو سره شریک کړئ