سوریه کې د اسراییلو برید؛ د حماس غړی وژل شوی.
د اسراییلو پوځ ادعا کوي چې سوریه کې د هوايي برید پرمهال یې، د حماس ډلې یو لوړپوړی غړی وژلی دی.
د اسراییلو پوځ پر خپل ټلګرام یوه بیان کې ویلي چې دغه کس یې، د سوریې په سوېل په «مزرعهبینجین» سیمه کې په نښه کړی دی.
د بشرحقونو څار لپاره د سوریې یوه بنسټ بیا ویلي چې د اسراییلو په دې برید کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. حماس تراوسه دوی پورې د تړلي یاد کس د وژنې په اړه کوم غبرګون نهدی ښودلی.
د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې، اسراییلو روان کال راهیسې تر دې مهاله سوریه کې ۶۱ بریدونه کړي چې ۵۱ یې، هوايي او لس یې، ځمکني دي.
بلخوا روانه اوونۍ له سوریې پر اسراییلو دوه توغندي وتوغول شول چې مسوولیت دوو ډلو پر غاړه واخیست.
لومړۍ ډله چې د «شهید محمدضیف بریګیډز« په نوم یادېږي او یوه لږ پېژندل شوې ډله ده، د حماس د پوځي قوماندان په نوم نومول شوې چې تېرکال ووژل شو.
دویمه لږ پېژندل شوې ډله، «په سوریه کې د اسلامي مقاومت جبهه» ده چې څو میاشتې دمخه د سوریې سوېل څخه د اسراییلو پر وړاندې د اقدام غوښتنه هم کړې وه.
اسراییلو له دې توغندیز برید وروسته سوریه کې هوايي برید وکړ او په مستقیمه توګه یې، د یاد هېواد اوسنی ولسمشر احمدالشرع مسووله وباله.