Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې په ۱۰ میلیونه افغانۍ ۲۴ ښوونځي او دیني مدرسې بیاورغول شوې.
۶ دلو ۱۴۰۳

میدان‌وردګ کې په ۱۰ میلیونه افغانۍ ۲۴ ښوونځي او دیني مدرسې بیاورغول شوې.

د میدان‌وردګ ولایت پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت به مرکز میدان‌ښار او ۹ ولسوالیو کې ۲۴ بابه ښوونځي او دیني مدرسې بیاورغول شوې.

د دغه ولایت پوهنې ریاست له لوري رسنیو  ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ښوونځي او دیني مدرسې د تېرو شپږو میاشتو پرمهال د پوهنې وزارت د عادي بودیجې څخه د لس میلیونه افغانیو په مالي لګښت بیارغول شوې دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، یادو ښوونځيو ته دیوالونه، دروازې او کړکیو ترمیم، تشنابونو او د درسي ټولګیو د چتونو بیا جوړول شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د یادو ښوونځيو او دیني مدرسو له بیارغونې سره زرګونه زده‌کوونکو او ښوونکو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.

میدان‌وردګ کې له دې وړاندې هم د یوشمېر ادارو او نړیوالو بنسټونو له لوري ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوي او نورې پروژې هم پلې شوي دي.

مطالب

میدان‌وردګ ولایت
پوهنې ریاست

دا خبر نورو سره شریک کړئ